Book Name:ALLAH Walon Ke Ikhtiyarat
داسې ټولو خپل خپل حاجتونه بيانول، چې کله ټولو عرض وکړو نو سرکارِ غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: مونږ د ټولو پۀ حاجتونو کښي د ټولو مدد کوو۔
شيخ اَبُو الخير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! پۀ هٰغه مجلس کښې چې چا څۀ هم غوښتلي وو، هغوئي ته هٰغه ميلاؤ شول * شيخ اَبُو الْفَتُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآنِ پاک د حفظ کولو خواهش کړے وو، الله پاک هغوئي ته توفيق عطا کړلو او هغوئي پۀ شپږو مياشتو کښې ټول قرآنِ کريم حفظ کړو * شيخ جميل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا چې عرض کړے وو چې زۀ خپل وخت محفوظ کول غواړم (يعنې هر وخت پۀ ذِکرُ الله کښې مشغوليدل) غواړم، دا دې درجې ته ورسيدو چې هر وخت به تسبيح ورسره وې او پۀ ذِکرُ الله کښې به مصروف وو، تر دې پورې چې قضائے حاجت له به تللو نو تسبيح به يـې کونټۍ ته زوړندولې او د هٰغه تسبيح دانې به پخپله روانې وې۔ * شيخ محمد بن محفوظ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې دا واقعه بيانوي، هغوئي فرمائي: زما زړۀ ته به مختلف خيالونه راتلل، ما به پۀ هغې کښي فرق نشو کولے چې کوم يو خيال د الله پاک د طرف نه دے او کوم يو خيال د الله پاک د طرف نه نۀ دے، نو ما عرض وکړو: حُضُور! چې ما ته داسې معرفت [يعنې پيژندګلو] ميلاؤ شي چې د زړۀ پۀ ارادو کښې فرق وکړے شم، ما ته معلومه شي چې کوم يو خيال د الله پاک د طرف نه دے او کوم يو خيال د الله پاک د طرف نه نۀ دے۔ زما عرض چې يـې واوريدو نو حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما پۀ سينه باندې لاس کيښودو، د دې سره زما پۀ زړۀ کښې يو نُور روښانه شو، تر ننه پورې هٰغه نُور ځليږي، د دې پۀ برکت زۀ د زړۀ پۀ ارادو کښې فرق کووم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ځانګړے شان دے۔۔۔۔۔۔!!او د غوښتونکو هم څه شان دے..!! اوګورئ! هغوئي څه