Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

او د ټولو ښکلو نه ډير ښکلے، د چا د حُسن برکت چې د ټول کائنات نصيب شو، د چا حُسن چې د الله پاک هم خوښ شو، هٰغه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هم عمامه مبارکه پۀ سر کوله۔ معلومه شوه چې حُسن پۀ عمامه نۀ تړلو کښې نۀ بلکې د عمامې مبارکې پۀ سر کولو کښې دے۔

عمامه شريف حُسن دے

پۀ روايت کښې دي: ‌تَعَمَّمُوا ‌تَزْدَادُوْاجِمَالًا يعنې عمامه پۀ سَر کړئ! ستاسو پۀ حُسن کښې به اضافه  وَشي۔([1])

اُن کا دیوانہ عِمَامہ  اور زلف و ریش میں               واہ! دیکھو تو سہی لگتا ہے کتنا شاندار

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                                    صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د وړې ګولۍ لوئي کمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د خلقو يو مزاج موندلے کيږي ، خلق د شرعي حکم  مِقدار ته ګوري نو هغه شان  کار کوي، مثلاً * دا کار فرض دےلهذا دا خامخا کول پکار دي * فلانکے کار واجِب دے، دا هم ضروري کول دي * فلانکے کار سُنَّتِ مؤکَّده دے، که د نۀ کولو عادت جوړ کړے شو نو ګناه به وي، ځکه دا هم کول پکار دي * فلانکے کار سُنَّتِ غير مؤکَّدَه دے، مستحب کار دے، که وه دې نۀ کړو نو ګناه پرې نشته، ځکه خير دے، پريږده يـې۔

د دې يو ساده شان مثال عرض کووم، د مازيګر چې کوم 4 سُنَّت دي، غير مؤکَّده دي، مونږ ټول دې د خپل ځان نه پوښتنه وکړو چې څومره موده وشوه چې مونږه دا سُنَّت کړي


 

 



[1]...المستطرف،  الباب السادس والاربعون فی الخلق وصفاتہم الخ، جلد:2، صفحہ:52۔