Book Name:Imamay Ki Barkatain
کړه، ښکل يـې کړه، پۀ سترګو پورې يـې ونيوله او سر يـې پرې ښائسته کړو۔([1])
د نيکۍ دعوت خوښ کار دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې واقعې نه معلومه شوه چې عمامه شريف پۀ سر کول او د نيکۍ دعوت عام کول دواړه خوښ کارونه دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې ترغيب فرمائيلے دے۔
مونږ له هم پکار دي چې سر پۀ عمامه مبارکه باندې ښکلے کوو او د نيکۍ دعوت هم عام کوو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَى اللّٰهِ
(پارہ:24 ، سورۀ حم السجدہ:33)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغۀ نه زياته د چا خبره ښه ده څوک چې د الله طرف ته بلل وکړي۔
حضرت ابو ذَر غفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، فرمائي: ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما سره مال نشته، زۀ صدقه څنګه وکړم؟ اوئې فرمائيل: تۀ د نيکۍ دعوت ورکوه، د ګناه نه منع کوه۔۔۔!!([2])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د نيکۍ دعوت عام کول، د ګناهونو نه منع کول خوښ عمل دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي چې د هغوئي غلامان دې د خپلې اِصلاح سره سره د نورو پۀ اِصلاح کښي هم مص روف وي۔ الله پاک دې مونږ ته هم توفيق راعطا کړي، کاش چې * مونږه درس ورکوو * پۀ علاقائي دوره کښې شرکت کوو * د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول کوو * د عاشقانِ رسول سره پۀ قافلو کښې سفر کوو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکۍ د دعوت عام کولو ښۀ ډير سعادت به مو نصيب کيږي۔