Book Name:Imamay Ki Barkatain
مضبوط والے راځي * عمامه شريف د فالج نه د حفاظت ذريعه ده * د عمامې شمله د ملا د تير هډوکے د پړڅوب نه بچ کوي * عمامه مبارکه پۀ سر کول د سر د درد د پاره ډيره فائده منده ده * د عمامې مبارکې پۀ برکت دائمي نزله نۀ راځي، که راشي نو هم د دې اثر کم وي * حضرت ربيع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د عمامې پۀ سر کولو سره عقل زياتيږي * د عمامې پۀ سر کولو پۀ برکت د ګرمۍ وهلو او د دماغي فالج نه حفاظت کيږي۔([1])
د نفسياتو د يو ماهِر ډاکتر بيان دے چې زۀ د اعلیٰ تعليم د ډګرۍ د پاره بهر ملک ته لاړم نو هلته ما وکتل چې د نفسياتي مرضونو نه د بچ کيدو د پاره به يوه ټوپۍ (د عمامې) پۀ شان يوه کپړه پۀ سر باندې تړلے کيدله۔ ما چې وکتل نو حيران شوم چې دا خو هم هٰغه عمامه مبارکه ده د کومې د پۀ سر کولو زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم ارشاد فرمائيلے دے۔ پوهانو به هٰغه د عمامې پۀ شان کپړه دې د پاره پۀ سر تړله چې دې سره پۀ انسان کښې د دننه مسئلو د حل کولو قوت او د مصيبتونو د برداشت کولو حوصله پيدا کيږي او انسان د ډيرو نفسياتي مرضونو نه بچ کيږي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان خُلاصه دا ده چې عمامه صرف يوه کپړه نۀ ده بلکې د عزت تاج هم دے، د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت هم دي، پۀ نيکو کښې د زياتوالي سبب هم دے، د اُمت د ترقۍ او کاميابۍ ضمانت هم دے، د شيطان مخالفت هم دے * د فرښتو صِفت هم دے * څوک چې عمامه پۀ سر کړي، هغه د