Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې دومره ښکلے دے، دومره خوږ دے، دومره خوږ دے چې د ټولو جهانونو خالِق او مالِک الله رَبُّ العزَّت هم د هغوئي سره محبت کوي۔

اعلٰی حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

جِس  کا  حُسن  اللہ کو  بھی  بَھا  گیا                              ایسے پیارے سے محبّت کیجیے([1])

وضاحت: د کوم محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښائست چې الله پاک ته هم خوښ دے، داسې محبوب سره مونږ ته هُم محبت کول پکار دي.

مَحبُوب ګر نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

او يوه خبره عرض کړم، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د الله پاک محبوب نۀ دے بلکې محبوب ګر هم دے، داسې نۀ ده چې صرف هم نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک محبوب دے بلکې څوک چې د هغوئي پۀ سُنَّتو باندې، پۀ ښکلو ښکلو اداګانو باندې روان وي، هغۀ هم الله پاک خپل محبوب جوړوي۔ آؤ جي! پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد دے:

قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِیْ یُحْبِبْكُمُ اللّٰهُ

(پارہ:3، سورۀ  ال عمران:31)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے حبیبه! وفرمايۀ چې اے خلقو که تاسو د الله سره محبت کوئ نو زما فرمانبرداره جوړ شئ۔

معلومه شوه چې څوک پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې روان وي، الله پاک هغۀ خپل محبوب جوړوي۔

هميشه عمامه پۀ سر کول سُنَّت دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د جامو پۀ سُنَّتو کښې عِمامه مستقل سُنَّت دے۔ د


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:195۔