Book Name:Imamay Ki Barkatain
کښې ليدل دي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ رَآنِي في الْمَنَام ِفَقَدْ رَآنِي اِنَّ الشَّيْطانَ لايَتَمَثَّلُ بِيْ يعنې چا چې پۀ خوب کښې زۀ وليدم، هغۀ هم زۀ وليدم، بے شکه شيطان زما صورت نۀ شي اختيارولے۔([1])
لهذا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم که پۀ خوب کښې هم عِمامه شريف ورکړه نو لکه چې پۀ حقيقت کښې يـې ور کړه۔ البته د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سيرت مبارک کښې باقاعده دا خبره مونږ ته ميلاؤيږي چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د عِمامې شريف تحفه ورکوله * د مسلمانانو څلورم خليفه عليُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې يـې کله د يمن طرف ته ليږلو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو مبارکو لاسونو باندې د هغوئي پۀ سر عمامه شريف وتړله([2]) * دغه شان يـې چې کله حضرت مُعَاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سفر باندې ليږلو نو حکم وشو: بلاله۔۔۔!! زما عمامه راوړه! عمامه شريف حاضره کړے شوه، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو لاسونو مبارکو خپله نُوارني عمامه مبارکه د حضرت مُعَاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سر باندې کيښودله۔ دغه شان پۀ نورو موقعو باندې هم رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمامې مبارکې عطاکړې([3]) * پۀ يو روايت کښې دي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بنو حارث قبيلې طرف ته عمامې وليږلې او اوئې فرمائيل: دا دې تقسيم کړے شي۔([4])
سُبْحٰنَ اللہ!څومره ښکلے شان دے؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عمامې تقسيمولې۔ دلته چې څوک د دې وَس لري، د هغوئي د پاره زبردست ترغيب