Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د عِمامې مبارکې بے بها تحفه

د خپل وخت عظيم مُحَدِّث، عالِم، وَلِيِّ کامِل، هٰغه هستي د کوم پۀ ذريعه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حديثونو فيضان پۀ بر صغير کښې عام شوے يعنې حضرت علّامه شيخ عبد الحق محدِّثِ دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ډيره ښکلې واقعه ليکلې ده، فرمائي: يو بزرګ وو: شيخ احمد مغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ د هغوئي د مدينے منورې د حاضرۍ سعادت نصيب شو، چې کله د واپسۍ وخت راغلو نو شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو دوستانو سره د الوداعي سلام د پاره د مُوَاجَهَه شريف (يعنې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضې مبارکې د مخ طرفته) حاضر شو، سلام يـې عرض کړو۔ هٰغه وخت چې د روضې مبارکې کوم خادِم وو، هغۀ د هغوئي خوا ته ورغلے  او عِمامه شريف يـې هغوئي ته ور وړاندې کړه او اوئې وئيل:چي دا عِمامه شريف واخلئ او اوئې تړئ۔

خادِم نور عرض وکړو: د شپې زما بخت رابيدار شو، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړو او د دې عمامې شريفې  را کولو سره يـې وفرمائيل: دا عِمامه احمد مغربي له ورکړه او ورته ووايۀ چې دا عِمامه پۀ سر کړۀ او د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې لګياشه۔۔۔!!

دا فرمان مبارک يـې چې واوريدو نو شيخ احمد مغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عِمامه شريف قبوله