Book Name:Imamay Ki Barkatain
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! څومره زبردست فضائل دي، د عمامې سره يونـمونځ د عمامې نه د بغير 70 نـمونځونو نه بهتر دے۔ ځکه دعمامه شريف سره نـمونځ کوئ۔ څوک چې د نيکو حرص لري، هغوئي داسې موقعې نۀ ضائع کوي، کار څۀ زياتيږي نۀ، نـمونځ خو هسې هم کول دي، د عمامې مبارکې سره نـمونځ کوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! نيکۍ به مو زياتې شي۔
يو ځل اميرِ اهلِسُنَّت مولانا اِلياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د يو اِسلامي ورور سره تشريف يوړلو، هلته هغوئي اودس وکړو، د اوداسه پۀ وخت ظاهره ده چې عمامه مبارکه کوزول وي، يو يو وَل پرانستلو سره عمامه سپړدل، دا هم د اميرِ اهلِسُنَّت ادا وه۔ خير هغوئي اودس وکړو او نفلونه يـې ادا کړل، هٰغه وخت د هغوئي عمامه تړل هير شو۔ چې کله يـې نفلونه وکړل، وروستو يـې خيال راغلو چې ما خو نـمونځ بغير د عمامې نه کړے دے، نو د ډيرو نيکو ګټلو پۀ حِرص کښې هغوئي عمامه شريف پۀ سر کړه او بيا يـې نفل ادا کړل۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا د حِرص خبره ده، زمونږ سره د مال او دولت لالچ وي، د عهدې او د منصب لالچ وي، د عزت او د شهرت وږي يو خو څوک چې الله والا وي، هغوئي د نيکو حِرص کوي۔ کاش چې دا حِرص زمونږه هم نصيب شي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د عمامې مبارکې پۀ دُنيا کښې برکتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عمامې مبارکې پۀ سر کولو پۀ دُنيا کښې هم ډيرې فائدې دي * وړومبے خو دا چې عمامه مبارکه د ظاهري حُسَن ذريعه ده * دغه شان عِمامه مبارکه د سختې ګرمۍ نه بچ کول کوي * د يخنۍ نه محفوظ ساتي * د فزيالوجي د يو تحقيق مطابق د عمامې مبارکې پۀ برکت حرامِ مغز محفوظ وي، پۀ اعصابي نظام کښې