Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت مبارک کښې مرض حاضر وو، يعنې د ظاهري ژوند مبارک پۀ اخرو ورځو کښې چې کله بيمار شو، د هٰغه ورځو خبره ده، حضرت فضل بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت مبارک کښې حاضر شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: یَا ‌فَضْلُ!‌شُدَّ ‌هَذِهِ الْعِصَابَةَ عَلَى رَأْسِيْ يعنې اے فضله۔۔۔!! دا عمامه واخلۀ! او زما پۀ سر باندې يـې وتړۀ۔۔۔!! ([1])

زمونږ هٰغه څۀ خوښ دي کوم چې ستاسو خوښ دي

سُبْحٰنَ اللہ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عمامې مبارکې سره څومره محبت وو۔ کوم اِسلامي وروڼه چې عِمامه پۀ سر کوي د هغوئي د پاره هم ترغيب دے، بعضې وخت که بيمار شي، پۀ کور کښې وي يا داسې څۀ معامله وشي نو د عمامې مبارکې عادت اِسلامي وروڼه هم عمامه د سر نه کوزه کړي، ټوپۍ پۀ سر کړي۔ د هغوئي د پاره ترغيب دے چې زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې مرض حاضر دے، چې پخپله عمامه مبارکه پۀ سر کړي پۀ ظاهره يـې داسې حالت نۀ دے، ځکه يـې حکم وکړو چې زما پۀ سر باندې عمامه وتړۀ۔

خلق اخوا ديخوا دليلونه ورکوي، ټوپۍ پۀ سر کول کومه ناجائزه خبره ده؟ پۀ سر تور سر ګرځيدو کښې څۀ باک دے؟ عمامه خو د عربو رواج وو؟ وغيره وغيره خبرې جوړولے شي، زمونږه خو ساده شان خبره ده:

ہم عشق کے بندے ہیں کیوں بات بڑھائی ہے

مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره کړې ده، د اخوا ديخوا ټولو خبرو صرف هُم يو جواب:


 

 



[1]...الطبقات الکبریٰ، جلد:2، صفحہ:196۔