Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

حُنَين کښې چې کومې فرښتے راغلې وې، هغوئي عمامې پۀ سر کړې وې۔([1])

تھی بدر میں دستار فرشتوں کے سروں پر               باندھے ہوئے آئے تھے مددگار عِمَامہ

هسې پۀ مونږ کښې به چا کيدے شي چې فرښته هم نۀ وي ليدلې خو زمونږ پۀ ذهنونو کښې چې د فرښتو پۀ باره کښې کوم خيال دے، د هغې مطابق لږ غور وکړئ چې پۀ دې دُنيا کښې به د فرښتو نه زيات ښائسته او ښکلے څوک اِنسان وي۔۔۔؟ د عامو خلقو خبره کووم، د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام شان بدل دے، پۀ عامو انسانانو کښې به د فرښتو پۀ شان ښکلي څوک هم نۀ وي۔ د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام حُسن معجزه وه۔ د هغوئي پۀ حُسن مبارک ليدو باندې د مصر زنانؤ خپلې ګوټې پرې کړې وې۔ يعنې د حضرت يُوسُف         عَلَیْهِ السَّلَام د حُسن پۀ جلوو کښې يـې خپل هوش بائللے وو۔ هٰغه وخت د مصر زنانؤ څۀ وئيلي وو:

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا مَلَكٌ كَرِیْمٌ(۳۱)

(پارہ:12، سورۀ یوسف:31)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا خو څوک د لوئي عزت والا فرښته ده۔

يعنې د مصر د زنانؤ چې هم کوم تصور وو، هغه هم دا وو چې يو اِنسان خو داسې ښائسته نشي کيدے، دا خو څوک فرښته ښکاري۔

معلومه شوه چې فرښتے ډيرې ښائسته دي او فرښتے عمامۍ پۀ سر کوي۔ اوس چې دلته کوم خلق فيشن کوي، د ښائسته ښکاره کيدو د پاره، پۀ خپل خيال کښې د ښۀښکاره کيدو د پاره عمامه نۀ پۀ سر کوي، هغوئي دې غور وکړي چې پۀ اصل کښې حُسن خو د عمامې مبارکې پۀ سر کولو کښې دے۔ فرښتے کومې چې ښکلې دي، حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د چا د حُسن مثال چې پۀ دُنيا کښې نشته، هغوئي به هم عمامه مبارکه پۀ سر کوله


 

 



[1]...عِمَامے کے فضائل، صفحہ:58۔