Book Name:Imamay Ki Barkatain
غيرت، عزت او د سُنَّت پۀ نُور ښکلے شو * پۀ سر باندې عمامه، پۀ مخ باندې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت [ګيره] او پۀ زړۀ کښې ايمان، هم دا خو د رښتوني او حقيقي مسلمان شان دے۔ که نن مونږه سُنَّت د سر تاج جوړ کړو نو سبا به د قيامت پۀ ورځ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک مونږ د جنَّت وارثان جوړ کړي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د عمامې رنګ دې څنګه وي۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ اخره کښې دا هم عرض کوم چې عمامه کوم رنګ پۀ سر کول پکار دي۔ هسې خو د ډيرو رنګونو ذِکر پۀ حديثِ پاک کښې راغلے دے، البته شيخ عبد الحق محدثِ دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمامه مبارکه به اکثر د سپين رنګ والا وه([1]) * حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، هٰغه وخت د هغوئي پۀ سر باندې د سپين رنګ عمامه مبارکه وه * د جنګِ صفين پۀ ورځ د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عمامه مبارکه د سپين رنګ وه * حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم سپينه عمامه پۀ سر کوله * داسې د ډيرو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او تابعينو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ باره کښې روايتونه موجود دي چې هغوئي به د سپين رنګ عمامې پۀ سر کولې۔ ځکه د سُنَّت د ادا کولو پۀ نيت د سپين رنګ عمامې پۀ سر کولو نيت وکړئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ رنګ کښې د سُنَّت پۀ خيال ساتلو باندې به هم ثواب کيږي۔([2])
بيا وضاحت کوم، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د نورو رنګونو عمامې پۀ سر کول