Book Name:Imamay Ki Barkatain
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِعْتَمُّوا تَزْدَادُوا حِلْمًا يعنې عمامه پۀ سر کړئ! ستاسو حِلَم به زيات شي۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! حِلَم (یعنی قوّتِ برداشت Tolerance) جنَّت ته بوتلونکے صفت دے، حِلم د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دے * حِلم والا د الله پاک خوښ او محبوب بنده جوړيږي * فرښتے د حِلم والؤ مدد کوي * د حِلم والا خلق تعريفونه کوي * د حِلم والا اِنسان اوچتو درجو ته رَسي۔ غرض دا چې حِلم هٰغه دولت دے چې د ټولې دُنيا پۀ خزانو خرچ کولو هم نۀ شي حاصليدے، دا ډير عظيم دولت د عمامې پۀ سر کولو پۀ برکت نصيب کيږي۔
تُو عطا حِلْم کی بھیک کر دے میرے اخلاق بھی ٹھیک کر دے
تجھ کو فاروق کا واسطہ ہے یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([2])
پۀ هر وَل باندې نيکۍ
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې عمامه پۀ سر کړي هغۀ ته به د هر وَل پۀ بدله کښي يوه نيکي ورکولے شي او چې کله (د بيا پۀ سر کولو په اراده باندې يـې) کوزه کړي نو د هر وَل پۀ پرانستو به يـې يوه ګناه ورانولے شي۔ پۀ يو بَل حديث شريف کښې فرمائي: د عمامې پۀ سر کوونکي (مسلمان) ته به پۀ خپل سر د تړلے کيدونکي هر وَل پۀ بدله کښې د قيامت پۀ ورځ يو نُور عطا کولے شي۔([3])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره اسانې نيکۍ دي، عمامه مبارکه پۀ سر کړئ، پۀ هر وَل باندې به يوه