Book Name:Imamay Ki Barkatain
مُحَدِّثِينو اُستاذ وَصِي احمد صُورتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک دا وو چې که پۀ سفر کښي به وو او که پۀ حَضَر کښي، که پۀ کور کښې به دننه وو او که بهر، که نـمونځ به يـې کولو او که د نـمونځ نه علاوه به وو، پۀ هر حالت کښې به يـې پۀ سر مبارک باندې عمامه شريف ځليدله۔([1])
تاج والے دیکھ کر تیرا عِمَامہ نُور کا سَر جھکاتے ہیں اِلٰہی بول بالا نُور کا([2])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو د عمامې مبارکې پۀ مخکښې خو د دُنيا د لوئي لوئي سلطانانو سرونه ټيټيږي او د حال پۀ ژبه وائي چې يا الله پاکه پۀ دې سر باندې دې هر وخت نُور وي۔
د عشق والؤ انداز ځانګړے وي، د عاشقانو د اِمام اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق نه ډک انداز ته وګورئ! ليکلي يـې دي:
پُشت پر ڈھلکا سَرِ اَنْوَر سے شملہ نُور کا دیکھیں موسیٰ طُور سے اُترا صحیفہ نُور کا([3])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو پۀ ملا مبارکه باندې رازوړنده شمله که حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وويني نو ضرور به دا خبره کوي چې دا خو داسې ښکاري لکه چې د اسمان نه څۀ صحيفه نازليږي۔
عمامه شريف يـې وتړله
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عمامې مبارکې سره څومره محبت وو، روايت واورئ! چې کله د خوږ