Book Name:Imamay Ki Barkatain
غير مؤکَّده دي، که څوک يـې نۀ پۀ سر کوي نو ګنهګار نۀ دے، خو د عمامې نۀ پۀ سر کولو چې کوم اثر دے، هغه ډير خوفناک دے۔
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْعَمَائِمُ وَقَارٌ لِلْمُؤْمِنِ وَعِزٌّ لِلْعَرَبِ عمامه د مؤمِن وقار او د عربو عزت دے، فَاِذَا وَضَعَتْ الْعَرَبُ عَمَائِمَہَا وَضَعَتْ عِزَّہَا پس چې کله عرب عمامه تړل پريږدي، نو خپل عزت به ضائع کړي۔([1])
پۀ يو روايت کښې فرمائي: اِذَا وَضَعُوْا الْعَمَائِمَ وَضَعَ اللہُ عِزَّہُمْ يعنې چې کله عرب عمامه کوزه کړي، الله پاک به د هغوئي عزت ختم کړي۔
اَللہُ اَکْبَر! د الله پاک پناه۔۔۔!! دا اثر دے د عمامې پۀ سر کولو۔ عمامه که پۀ سر نۀ کړې نو اګر که ګناه به نۀ وي خو د دې اثر به دا وي چې د مسلمان عزت به ختم شي، وقار به يـې لاړشي، نن وګورئ چې پۀ مسلمانانو باندې څومره عجيبه وخت راغلے دے، يو وخت وو چې لوئي لوئي طاقتونه به د مسلمانانو نه ويريدل، د مسلمانانو نوم به يـې چې واوريدو نو تختونه به خوزيدل او نن سبا حالات څۀ دي، د ټولو مخې ته دي۔
بجھی عشق کی آگ اندھیر ہے مسلماں نہیں راکھ ڈھیر ہے
د مسلمانانو د دې تنزلۍ ډير اسباب دي، پۀ دې کښې يو سبب سُنَّت پريښودل او فيشن اِختيارول هم دي۔
حِلَم نصيب کيږي۔۔۔؟
د عمامې پۀ سر کولو سره به څۀ ميلاؤيږي؟ واورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني