Book Name:Imamay Ki Barkatain
سَنور جائے گی آخرت ان شاء اللہ تم اپنائے رکّھو سدا مَدنی ماحول ([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) د ايپ تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د جَمعې پۀ وخت د موبائل آټو سائلنټ کولو آپشن هم موجود دے * د دې نه علاوه د قرآنِ پاک د عربۍ متن او د ترجمے او تفسير سره د لوستلو او اوريدو سهولت موجود دے * اذکار (روحاني علاج) هم پکښي ورکړے شوي دي * د کاؤنټر تسبيح پۀ ذريعه تاسو خپل روزانه اوراد لوستلے شئ * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه تاسو ريډيو مَدَني چينل اوريدے شئ * د نـمونځ اذکار هم د تجويد سره پکښي شامل کړے شوي دي * د عيسوي او اِسلامي کلينډر (Calendar) سهولت پکښي هم موجود دے۔ * د دې نه علاوه تاسو د دې ايپلي کيشن ډيش بورډ (Dashboard) پۀ 2 کلر تهيم کښې هم استعمالولے شئ۔ * د نيوز فيډ فيچر پۀ ذريعه، د قرآنِ کريم تفسير، د حديثِ پاک تشريح، د علمائے کرامو نصيحتونه، عِلمي ويډيوز، معلوماتي پوسټونه، او دِيني کتابونه وغيره لوستلے کيدے شي * نور دا چې د قضاء نـمونځونو د ادا کولو د پاره د کاؤنټر چاټ سهولت هم موجود دے۔ هم نن دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ، د دې سهولتونو نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد