Book Name:Imamay Ki Barkatain
نہ نیکی کی دعوت میں سستی ہو مُجھ سے بنا شائقِ قافِلہ یاالٰہی!
سعادت ملے درسِ فیضانِ سُنّت کی روزانہ دو مرتبہ یاالٰہی! ([1])
عمامه شريف پۀ تحفه کښې ورکوئ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل مبارک دَر ته حاضریدونکی غلام يعنې شيخ احمد مغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عمامه شريف پۀ تحفه کښې عطا کړه او حکم يـې وکړو چې دا پۀ سر کړه او د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې لګياشه۔۔۔!!
د دې نه معلومه شوه چې عمامه شريف پۀ تحفه کښې ورکول هم د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا ده۔ دلته عام طور نورو له د تحفو ورکولو معمول شته * پۀ سالګره کښې تحفه ورکولے شي * پۀ کاميابي ميلاؤيدو باندې تحفې ورکولے کيږي * د وادۀ ښادۍ پۀ موقع باندې هم تحفې ورکولے کيږي * نورې هم ډيرې موقعې دي * د دوستانو وغيره پۀ خپل مينځ کښې هم د تحفو لَين دَين وي۔ پۀ تحفه کښې څۀ ورکول پکار دي؟ دا هم لويه مسئله وي، خلق ډير څۀ ورکوي، کاش چې مونږه پۀ تحفه کښې د دِيني کتابونو د ورکولو عادت جوړ کړو، تحفه به هم شي، د نيکۍ دعوت به هم شي۔ هم داسې نارينؤ ته پۀ تحفه کښې عمامه ورکوئ۔ تحفه به هم شي او د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ادا باندې به عمل هم کيږي او د عمامې پۀ سر کولو به خاموشه ترغيب هم شي۔
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمامې تقسيم کړې
ځکه پۀ تحفه کښې د عمامې شريفې ورکولو کوشش کوئ۔ دا خو مو د خوب يوه واقعه عرض کړه، يقيناً چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې ليدل هم پۀ حقيقت