Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

دے، مونږ لنګر تقسيموو * د دولسم شريف لنګر * د يولسم شريف لنګر د 26 شريف لنګر * د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږم شريف لنګر * نورې دلته څومره ډيرې لنګرې وي، خلق ديګونه پخوي، بريانۍ تقسيموي، دا هم جائز دي، خوراک  پۀ نورو باندې خوړل پۀ افضل اعمالو کښې شميرلے کيږي۔ د دې سره سره مونږه دِيني رسالې هم تقسيمولے شو، د مسواک شريف لنګر هم کيدے شي او څومره به ښه وي چې د عمامو شريفو لنګر هم وي۔ الله پاک دې توفيق راعطا کړي۔ دا هم يو خاموشه ترغيب دے، چې چا له عمامه شريف ورکوئ مخکښې د هغۀ ذِهن جوړ کړئ، کۀ هغه عِمامه شريفه تړلو ته تيار شي او تاسو پوهه شئ چې هغه به عمامه په سر کړي نو بيا ورته عمامه شريفه پيش کړئ، د الله پاک پۀ کرم چې څوک ستاسو پۀ ترغيب باندې عمامه شريف پۀ سر کړي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغې ثواب به تاسو ته هم ميلاؤيږي۔

پۀ سُنَّت کښې عظمت دے

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! عمامه شريف پۀ سر کول سُنَّت دي او پۀ سُنَّت کښې عظمت دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ

(پارہ:21، سورۀ احزاب:21)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه ستاسو د پاره د الله پۀ رسول کښې بهترينه نمونه موجوده ده۔

سُبْحٰنَ اللہ! زما د پاره، ستاسو د پاره، زمونږ د ټولو د پاره بهترينه نمونه څوک ده؟ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! مونږ له پۀ چا پسې تلل دي؟ * پۀ فلمي ايکټرانو پسې نۀ * پۀ لوبغاړو پسې نۀ * پۀ ټِک ټاکرانو پسې نۀ *  پۀ يوټيوبرانو پسې نۀ * پۀ نوو فيشن کوونکو پسې نۀ بلکې ځو به پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې، هٰغه ښکلے او ښائسته آقا، هٰغه خوږ خوږ آقا، هٰغه د زړۀ ټکور آقا