Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

هم ثابت دي، البته زياتره به د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عمامې مبارکې رنګ سپين وو۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلې خبره کړې ده، ليکلي يـې دي:

پیچ کرتا ہے فدا ہونے کو لمعہ نُور کا                        گردِ سر پھرنے کو بنتا ہے عِمَامہ  نُور کا

وضاحت: د نور رڼا د قربانيدو د پاره د سر مبارک نه ګېر چاپېره داسې حلقه جوړوي لکه څنګه چې نوري عمامه د سر نه ګېر چاپېره په راتاوهلو تړلے کيږي۔

الله پاک دې مونږ ته د عمامې مبارکې پۀ سر کولو او د سپين رنګ د عمامې تاج پۀ سر کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: دَرس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اوسني د فتنو نه پۀ دې ډک وخت کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو او د اُمَّت د نيک نـمونځ ګزاره جوړولو پۀ کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ، د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دَرس هم دے۔

پۀ جومات چوک، مارکيټ خاص طور پۀ کور کښې پۀ کوم ځائے کښې چې هم موقع ميلاؤيږي د درس ورکولو کوشش کوئ! که نۀ يـې شۍ ورکولے نو پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به مو نصيب کيږي * پۀ مسجد درس کښې د شامليدو پۀ شکل کښې چې څومره وخت پۀ جومات کښې کښينۍ هٰغه همره ثواب به مو کيږي * پۀ نيک صحبت کښې به مو کيناستل نصيب کيږي * که د کور نه پۀ درس کښې د شرکت کولو پۀ نيت سره ځئ نو د عِلمِ دِين پۀ لاره کښې د تللو ثواب به درته