Book Name:Imamay Ki Barkatain
ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې پۀ درياب کښې مهيان [کبان] به هم [ستاسو د پاره] دعاګانې کوي او څۀ پته چې د درس کومه خبره زمونږ پۀ زړۀ باندې اثر وکړي او پۀ ژوند کښې مو انقلاب راولي۔
د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے
د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څۀ داسې بيانوي: زۀ پۀ ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نۀ وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زۀ پۀ هوټل کښې موجود ووم او پۀ ټي وي کښې پۀ چليدونکو فلمي نظارو کښې ورک ووم چې پۀ دې کښې د سُنَّتو مطابق جامې اغوستې يو اسلامي ورور زما خوا له راغلو او پۀ ګرم جوشۍ سره يـې زما سره د لاس ميلاوهلو نه پس ما ته ووئيل: ورور جانه بهر چوک درس کيږي۔ تاسو يو څو منټه راکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيرې نيکۍ به حاصلې کړئ۔ زۀ د هغوئي د ښو اخلاقو او عاجزۍ نه ډير متاثره شوم او سمدستي ورسره روان شوم۔ د هوټل نه بهر يو اسلامي ورور د فيضانِ سنّت نه درس ورکولو، د نورو اسلامي وروڼو پۀ شان زۀ هم پۀ درس اوريدو کښې مصروف شوم، درس چې مې واوريدو نو زما پۀ زړۀ يـې ډير زيات اثر وکړو، ما د زړۀ د اخلاصه توبه کړه او د اسلامي وروڼو صحبت مې اختيار کړو، د دې پۀ برکت به ماته کله د سُنتو پۀ اجتماع کښې د شرکت سعادت، نو کله به راته پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره سفر نصيب کيدلو۔ پۀ ورو ورو زۀ ديني ماحول ته نزدې کيدم، اخر د هوټلو ښکلا جوړيدونکے ځلمے د درس پۀ برکت نن اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقان رسول سره پۀ جومات کښي شپې ورځې تيرولو والا جوړ شو۔ ([1])
عطائے حبیبِ خدا مَدنی ماحول ہے فَیضانِ غوث و رضا مَدنی ماحول