Imamay Ki Barkatain

Book Name:Imamay Ki Barkatain

 

د عمامې شريف سُنَّت او آداب

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د عِمامې [يعنې پټکي] سره دوه رکعته نـمونځ بغير د عمامې نه د 70 رکعتونو نه افضل دے۔[1])

* د عمامې پۀ سر کولو نه مخکښې ايسار شئ او ښۀ ښۀ نيتونه وکړئ ګنې که يو ښۀ نيت هم نۀ وو نو ثواب به نۀ ميلاؤيږي۔ مثلاً نيتونه وکړئ: * مخ پۀ قبله * پۀ ولاړه ولاړه * د الله پاک د رضا د پاره * پۀ سُنَّت باندې پۀ عمل کولو عمامه تړم *  مناسب دا دي چې د عمامې پيچ [يعنې وَل] د سر ښې طرف ته لاړ شي * د الله پاك د اخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركې عمامې شمله به عام طور د ملا مبارکې ] پۀ شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملې وې،  كيڼ [يعنې ګڅ] طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامې د شملې مقدار كم نه كم څلور ګوتې او د زياتو نه زيات [د ملا د نيمې پورې تقريباً] يو لاس (د لاس د مينځنۍ ګوتې د سر نه واخله تر څنګل پورې ناپ ته يو لاس وائي)، * عمامه مخ پۀ قبله پۀ ولاړه ولاړه تړئ  *پۀ مراٰت شريف كښې دي: عمامه شريف پۀ ولاړه ولاړه تړل سُنَّت دي، پۀ جومات كښې يـې تړئ يا چرته بل ځائے او * پۀ عمامه كښې سُنَّت دا دي چې د دوه نيم ګزه نه كمه نۀ وي، او نۀ د شپږو ګزو نه زياته وي او د دې بناوټ [يعنې شکل] ګنبد نما [يعنې د ګنبد پۀ شان] وي * وړوکے رومال د کوم نه چې صرف دوه يا يو وَل جوړيږي راتاؤهل مکروه دي * عمامه چې کله د سر نه تړل وي نو چې څنګه مو تړلې ده هٰغه شان يـې پرانيزۍ او پۀ يو ځل يـې پۀ زمکه باندې مۀ غورځوئ، که د ضرورت پۀ وخت مو کوز کړو او بيا مو پۀ سر کولو نيت وو نو پۀ يو يو وَل پرانستو به يوه يوه ګناه ورانولے


 

 



[1]... مسند فردوس، جلد:2، صفحہ:265، حدیث:3233۔