Book Name:Imamay Ki Barkatain
نيکي ميلاؤيږي، که د بيا پۀ سر کولو پۀ نيت يـې کوزه کړئ نو د هر وَل سره به يوه يوه ګناه ورانولے کيږي۔ د هر وَل په بدل کښې به د قيامت پۀ ورځ نُور نصيب کيږي۔
وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا ہم مفلس کیا مول چُکائیں، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے
د عمامې سره د نـمونځ ادا کولو فضيلت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عمامې سره د نـمونځ کولو ثواب هم زياتيږي *پۀ حديث شريف کښې دي: 2 رکعتونه کوم چې د عمامې سره ادا کړے شي، بغير د عمامې د 70 رکعتونو نه بهتر دي([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې فرمائي: د عمامې سره ادا کړے شوے نـمونځ د 10 زره نيکو برابر دے۔([2])
پۀ عمامې والا باندې سلامتيا
حضرت سالِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نمسے دے، فرمائي: يوه ورځ زۀ د خپل والدِ محترم حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ خِدمت کښې حاضر شوم، هغوئي عمامه مبارکه پۀ سر باندې تړله، چې کله يـې وتړله نو ما ته يـې وفرمائيل: تۀ د عمامې سره دوستي کوې؟ ما عرض وکړو: ولې نۀ؟ اوئې فرمائيل: دې سره دوستي کوه! عزت به بيامومې، شيطان چې تا ته وګوري نو مخ به درنه واړوي، ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: د عمامې سره يو نـمونځ بغير د عمامې نه د 25 نـمونځونو برابر دے او د عمامې سره يوه جُمعه د عمامې نه بغير د 70 جُمعو برابره ده۔
حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نور وفرمائيل: ځويه۔۔۔!! عمامه پۀ سر کوه چې فرښتے د جُمعې پۀ ورځ عمامه پۀ سر راځي او د نمر پريوتو پورې پۀ عمامو والؤ باندې سلام ليږي۔([3])