Book Name:Imamay Ki Barkatain
وو؟ عام طور يـې خلق نۀ کوي۔ ولې يـې نۀ کوي؟ غير مؤکَّده دي۔ که نۀ يـې کوي نو ګناه پرې نشته۔ داسې چې د عمامې پۀ سر کولو ترغيب ورکولے شي نو بعضې وخت جواب ميلاؤيږي: عمامه کومه فرض او واجِب ده، سُنَّتِ غير مؤکَّده ده، که نۀ يـې پۀ سر کوې نو څۀ ګناه خو پکښې نشته۔
الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي۔ زۀ به دا مشوره عرض کړم چې د حکم مقدار ته نۀ بلکې اثر ته د کتلو عادت جوړ کړئ! يو ساده شان مثال عرض کووم، که د چا تجربه شوې وي، الله دې کړي چې داسې تجربه يـې نۀ وي شوې، ناڅاپه د چا بلډ پريشر زيات شو، تر 200 پورې ورسيدو، بنده د بے هوشۍ پۀ شان حالت ته لاړو، د زړۀ درزا يـې تيزه شوه، مونږه هغۀ زر زر هسپتال ته ورسوو۔ ډاکټر صاحب د بلډ پريشر چيک کولو نه پس درته پته ده چې څۀ کوي؟ يوه وړه شان ګولۍ، بالکل يوه وړه شان ګولۍ وي، کيدے شي چې زمونږ د ګوتې پۀ يو بند باندې 4 ګولۍ راځي، دومره وړې وي، هٰغه ګولۍ ډاکټر صاحب د مريض د ژبې د لاندې کيږدي۔ بيا که يو انسان نادانه وي، هغۀ ډاکټر صاحب ته ووائي چې وروره! بنده دومره زيات بيمار دے، تاسو يوه وړه شان ګولۍ ايښودې ده۔۔۔؟ داسې کَس ته به څۀ وئيلے شي؟ هم دا چې وروره د ګولۍ مِقدار ته مۀ ګوره! د دې اثر ته وګوره۔۔۔!! که ډيره وړه ده خو د الله پاک پۀ فضل سره به پۀ يو څو منټو کښې بلډ پريشر خپل ځائے له راولي۔
دا صرف د پوهه کولو د پاره مې يو مثال ورکړو، د خبرې مقصد دا دے چې د حکم مقدار ته نۀ دي کتل پکار، اثر ته کتل پکار دي، دې ته مۀ ګورئ چې دا کار صرف مستحب دے، سُنَّتِ غير مؤکَّده دے، د دې اثر ته وګورئ چې که چرې دا کار ونکړے شو نو د دې اثر به څۀ وي۔
عمامې مبارکې ته ګورئ! عمامه مبارکه پۀ سر کول فرض نۀ دي، واجب نۀ دي، سُنَّتِ