Deeni Kitab Padha Kijiye

Book Name:Deeni Kitab Padha Kijiye

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې نه کم خوراک کولو * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې پۀ دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې يـې هم پرله پسې 2 ورځې پۀ مړه خيټه خوراک نۀ وو کړے([1]) * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې پۀ وجه پۀ خِيټه مبارکه پسې کاڼي تړل. ([2])

د خوراک د مِقدار پۀ باره کښې احکام: * دومره خوراک کول چې څه نا څه لوږه پاتې شي، دا سُنَّت دي * چې څومره لوږه وي، هٰغه همره خوړل مُبَاح دي (يعنې پۀ دې کښې نۀ ګناه شته او نۀ ثواب) * دومره پۀ مَړه خيټه خوراک کول چې د خيټې خرابيدو ګمان وي، حرام دي * دومره پۀ مړه خيټه خوراک کول چې د خيټې خرابيدو انديښنه نۀ وي، مکروه دي * پۀ خوراک کښې دومره کمے راوستل چې پۀ فرائضو ادا کولو کښې خنډ [يعنې رکاوټ] راشي، جائز نۀ دي. ([3]) 

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

غم کے بادَل چَھٹیں قافلے میں چلو                                                            خوب خوشیاں ملیں قافلے میں چلو

رب کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں                                                  بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

 الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   .

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                                                                                           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]...شمائل ترمذی، باب ماجاء صفۃ خبز رسول اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم ، صفحہ:129، حدیث:150۔

[2]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی معیشۃ...الخ،صفحہ:565،حدیث:2371 مفہوماً۔

[3]... بہارِ شَرِیْعت، حصہ:16، جلد:3، صفحہ:374-375ملتقطاً۔