Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
کيږو، د دې پۀ ذريعه د دُنيا رنګونه هم بدليږي، رامخې ته کيږي، آه! د دې ورځې شپې لړۍ پيغام ورکوي چې مخکښيني هم فاني دي، وروستني هم فاني دي، څۀ چې ښکاره دي هغه هم فاني دي، څۀ چې پټ دي، هغه هم فاني دي، زاړۀ يادونه، زاړۀ کنډرات هم فاني دي او نوي راتلونکي هم فاني دي، د ټولو هم يو منزل دے، ټول هم هٰغه طرف ته منډې وهي او هٰغه منزل څۀ دے؟ فَنَا۔
دلته هر څۀ فاني دي۔۔۔!! د شپې نه پس ورځ، د ورځې نه پس شپه، د يوې هفتې نه پس بله هفته، د يوې مياشتې نه پس بله مياشت، د يو کال نه پس چې نوے کال راځي نو هم دا وائي، هم دا پيغام ورکوي چې دلته هر څۀ فاني دي۔۔۔!!
دنیا فانی ہے اہلِ دنیا فانی شہر و بازار و کوہ و صحرا فانی
دل شاد کریں کس کے نظّارہ سے حسنؔ آنکھیں فانی ہیں یہ تماشا فانی([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ شروع کښې مونږه د نورلسمې سيپارې، د سورۀ فرقان د آيت: 62 اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې کښې مونږ ته ووئيلے شو چې د ورځې او شپې پۀ دې سلسله کښې څۀ حکمت دے؟ د دې نه مونږ ته څۀ سبق ميلاؤيږي؟
اِرشاد دے:
وَ هُو(پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هُم هغه دے۔
څوک۔۔۔؟ الله پاک۔ پۀ آيت کښې مخکښې د ورځې او شپې د سلسلې ذِکر دے او الله پاک د دې پۀ ذريعه مونږ ته خپل تعارف کړے دے يعنې دا د دې آيت مبارک دا