Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ورځ او شپه خزانې دي

کامِل ولي حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بے شکه دا ورځ او شپه دوه خزانې دي، بس غور اوکړئ چې دا خزانې چرته خرچ کوئ؟ ([1])

آه! زما د ژوند يوه ورځ کمه شوه

د حضرت مُفَضَّل بن يُونُس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول مبارک وو: کله چې به شپه شوه نو فرمائيل به يـې: آه! زما د ژوند يوه ورځ کمه شوه۔ کله چې به سحر شو نو فرمائيل به يـې: آه! زما د ژوند يوه شپه کمه شوه۔ کله چې د هغوئي اخرې وخت راغلو نو هغوئي پۀ ژړا شو، اوئې فرمائيل: ما ته معلومه ده چې پۀ ما باندې د افتونو نه ډکه ورځ راتلونکې ده، آه! هٰغه ورځ د سخت غم والا ده، بے شکه هغه رښتونے خُدائے دے، کوم چې د خپل مخلوق د پاره د مرګ فيصله وفرمائيله، بيا هغوئي د 29 سيپارې، د سورۀ مُلک دا آيت مبارک تلاوت کړو:

الَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًاؕ(پارہ:29، سورۀ المُلک:2)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه ذات چا چې مرګ او ژوند پيدا کړل د پاره د دې چې ستاسو ازميښت اوکړي چې پۀ تاسو کښې څوک زيات ښۀ اعمال کوونکے دے۔

د دې د لوستلو نه پس هغوئي اخرۍ سلګۍ واخسته او د دُنيا نه رخصت شو۔ ([2])


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب کلام اللیالی و الایام، جلد:8، صفحہ:336۔

[2]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، کتاب کلام اللیالی و الایام، جلد:8، صفحہ:337 ۔