Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا(۶۲)(پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (دا) د هغه چا د پاره (نخښه) ده څوک چې نصيحت حاصلول غواړي يا څوک چې (د الله) شُکر ادا کول غواړي۔
تجھ کو پرکھتا ہے یہ، مجھ کو پرکھتا ہے یہ
سلسلۂ روز و شب، صَیرَفئ کائنات([1])
وضاحت: د ورځې او د شپې دا سلسله پۀ اصل کښې يو اِمتحان دے، د دې پۀ ذريعه زما او ستاسو ازميښت کيږي، د دې لړۍ پۀ ذريعه کائنات د خپل انجام طرف ته پرمختګ کوي۔
د آيت مبارک نه ميلاؤيدونکي سبقونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې زمونږ د پاره درې سبقونه دي:
(1): ورځ او شپه د يو بل خليفه دي
وړومبے سبق: الله پاک فرمائي:
خِلْفَةً (پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ يو بل پسې راتلونکي۔
يعنې ورځ او شپه د يو بل نائبان دي۔ ([2]) مطلب دا دے چې د شپې نه پس د ورځې راتلل، د يوې هفتې نه پس بله هفته راتلل، د يوې مياشتې نه پس بله مياشت راتلل، د يو کال نه پس د بل کال راتلل، زمونږ د پاره د بيدارۍ يوه موقع ده، دا دې د پاره