Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی  سَـــیِّدِ الْـمُــرْسَــلِـیْنَ

اَمَّا بَـعْدُ  فَـاَعُوْذُ  بِـالـلّٰـهِ  مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط    بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                               اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)

د دُرُود شريف فضيلت

د حضرت کَعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: الله پاک خپل نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله: اے موسیٰ! آيا تاسو غواړۍ چې څومره ستاسو کلام ستاسو ژبې ته نزدې دے، ستاسو د زړۀ خيالونه چې څومره ستاسو زړۀ ته نزدې دي، ستاسو رُوح چې څومره ستاسو وجود ته نزدې دے او ستاسو د نظر نُور چې څومره ستاسو سترګو ته نزدې دے، زۀ د دې نه هم زيات تاسو ته نزدې شم؟ اوئې فرمائيل: آؤ! اے کريم مالکه! (زۀ غواړم)۔ اوئې فرمائيل: فَاَکْثِر ُالصَّلَاۃَ عَلٰی مُحَمَّدٍ يعنې اے موسیٰ! بيا تاسو پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ډير درود شريف لولئ! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې روايت باندې لږ غور اوکړئ چې يوه ده زمونږه ژبه او دويم دے پۀ هٰغه ژبه باندې ادا کيدونکے کلام، د دې دواړو ترمينځه څومره فاصله ده۔۔۔؟ هيڅ هم نۀ، دغه شان زمونږ د زړۀ او پۀ دې زړۀ کښې د راپورته کيدونکو خيالونو ترمينځه، زمونږ د رُوح او زمونږ د وجود ترمينځه، زمونږ د سترګو او پۀ هٰغه سترګو کښې د موجود نُور ترمينځه څومره فاصله ده۔۔۔؟ هيڅ فاصله


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، کعب الاحبار، جلد:6، صفحہ:33۔