Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
د کال 2025 پۀ پريښودو کال 2026 کښې داخِل شو، د نوي کال پۀ راتلو بعضې خلق خوشحالي کوي، مختلف قِسمه فضول کارونه کوي او د الله پاک د ناراضه کولو کارونه کوي او پۀ غفلت کښې اخته کيږي، بعضې خلق د دې نه داسې عبرت حاصلوي چې د ژوند يو بل کال کم شو، مونږ مرګ ته نور هم نزدې کيږو، داسې به کلونه تيريږي او اخر به ساګانې ختمې شي او اخر به مونږ تيارۀ قبر ته کوز کړے شو۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ مونږ دې د غفلت کوونکو پۀ لاره د تللو نه محفوظ کړي او د خپلو نيکانو بندګانو پۀ نقشِ قدم باندې د تللو توفيق دې راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ورځې نه پس شپه، د شپې نه پس د ورځې راتلل، د مياشتو تيريدل، يو کال پس د نوي کال راتلل، پۀ دې کښې حِکمت دے، عبرت او نصيحت دے۔
سلسلۂ روز و شَبْ، نقش گرِ حادثات
سلسلۂ روز و شَبْ اَصْلِ حیات و مَمَات
تجھ کو پرکھتا ہے یہ، مجھ کو پرکھتا ہے یہ
سلسلۂ روز و شَبْ صَیرَفئ کائنات
اَوَّل و آخر فنا، باطن و ظاہِر فنا
نقشِ کہن ہو کہ نَو، منزلِ آخر فنا([1])
وضاحت: د ورځې او شپې دا سلسله څۀ عام څيز نۀ دے، د دې نه د پيښو او واقعاتو نقشې جوړيږي، دا د ژوند او مرګ اصل دے، پۀ دې باندې زۀ او تاسو تللے