Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
عزیزا! یاد کر جس دِن عزرائیل آئیں گے نہ جاوے کوئی تیرے سنگ، اکیلا تُو نے جانا ہے
غُلامؔ اک دم نہ کر غفلت حیاتی پر نہ ہو غُرّہ خُدا کی یاد کر ہر دَم کہ جس نے کام آنا ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک نور فرمائي:
اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا(۶۲)(پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: يا څوک چې (د الله) شُکر ادا کول غواړي۔
دا دريم سبق دے: يعنې د ورځې او شپې د بدليدو نه نصيحت هغه حاصلوي، دا غنيمت هغه ګڼي د چا پۀ زړۀ کښې چې د شُکر جذبه موجوده وي ۔ لهذا مونږ له شُکر ګزار جوړيدل پکار دي۔
مونږ چې لږ غور اوکړو چې زمونږ ګير چاپيره څومره داسې خلق دي کوم چې تير کال زمونږ سره وو خو څکال هغوئي زمونږ سره نشته، قبرونو ته رسيدلي دي۔ آيا دا د شُکر مقام نۀ دے چې زمونږ ساه ګانې اوسه پورې روانې دي، مونږ لا اوس هم ژوندي يو، اوس هم لا د توبې موقع موجوده ده، لا اوس هم پۀ نيکو کولو د الله پاک د راضي کولو او د هغۀ د قُرب موندلو موقع موجوده ده۔ يقيناً چې دا د شُکر مقام دے۔
پۀ دې دُنيا کښې د يوې ساه اهميت
مونږ پۀ اصل کښې د دې ژوند د قيمت نه خبر نۀ يو۔ حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کَشْفُ الْمَحْجُوب کښې ليکلي دي چې د دې دُنيا يوه ساه د اخرت د زرو ساه ګانو نه بهتره ده۔ ([1])
ولې؟ ځکه چې * د دې يوې ساه پۀ ذريعه مونږ پۀ توبه کولو ټول ګناهونه