Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

اِحساس پيدا کړو او هٰغه کمے پوره کړو * کومې نيکۍ چې مو تير کال نۀ وي کړي، پۀ دې کال هٰغه نيکۍ اوکړو، کومې نيکۍ چې د شپې پاتې شوې وې، هغه پۀ ورځ کښې پوره کړو، کومې چې د ورځې پاتې شوې وې، هغه د شپې پوره کړو۔

دوه ورځې يو شان مۀ ساتئ۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که چرې پۀ دُنيا او اخرت کښې کاميابي غواړۍ نو د خپل ژوند يو اُصُول جوړ کړئ، هغه دا چې زمونږه دوه ورځې چرې هم يو شان نۀ وي۔ زمونږ عمل هره ورځ ښۀ کيدل پکار دي، هره ورځ پکښې څۀ نا څۀ اضافه پکار ده۔ منقول دي: د يو نيک بخته بخت رابيدار شو، د هغۀ پۀ خوب کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، عرض يـې اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما ته نصيحت اوکړئ! خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د چا چې دوه ورځې يو شان وي (يعنې پرون چې څنګه وه، نن هم هٰغه شان تيره شي، پرون يـې 5 نيکۍ کړې وې، نن يـې هم 5 نيکۍ اوکړي، نيکۍ يـې زياتې نۀ شوې، يا يـې تيره ورځ پۀ ګناه کښې تيره شوې وه، نن هم پۀ ګناهونو کښې تيره شوه، توبه يـې نۀ کړه، داسې کَس) پۀ دوکه کښې دے او د چا چې نن د پرون نه زيات خراب تير شو، هغه ملعون دے۔ ([1])

د صِدِّيقينو يو ښکلے صفت

علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: صِدِّيقين (يعنې د ډيرې اوچتې مرتبې والا اوليائے کرام) د دې خبرې نه حيا کوي چې د هغوئي ننۍ ورځ د پرونۍ پۀ شان تيره شي (يعنې هغوئي هره ورځ نيکۍ څۀ نا څۀ زياتوي)۔ ([2])


 

 



[1]... لطائف المعارف، صفحہ:400۔

[2]... لطائف المعارف، صفحہ:400۔