Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: دا يوه اهمه مسئله ده کومې ته چې عام طور توجه نۀ کيږي۔ ډير خلق پۀ سجده کښې د پوزې سر پۀ زمکه باندې لګوي۔ دا غلط دي۔ پۀ پوزه باندې ګوته کيږدۍ او لږ زور پرې اوکړئ نو لاندې به سخت هډوکے محسوس شي، پۀ سجده کښې د دغه هډوکي پۀ زمکه باندې لګول واجب دي۔ چې دا نۀ لګوۍ نو نـمونځ مکروهِ تحريمي دے، واپس به راګرځول وي۔  لهذا چې کله هم سجده کوئ نو د ډير احتياط سره، توجه سره د پوزې د هډوکي پۀ زمکه باندې د لګولو عادت جوړ کړئ۔ نن سبا چې لکه څنګه د يخنۍ موسم دے، عام طور د يخنۍ نه د بچ کيدو د پاره ګرمه ټوپۍ پۀ سر کولے شي۔ دغه ټوپۍ بعضې وخت پۀ تندي باندې وي او د وړۍ وغيره پيړه ټوپۍ وي، ځکه چې کله د تندي او د زمکې ترمينځه دغه ټوپۍ راشي نو تندے پۀ زمکه باندې پوره نۀ لګي، پۀ دې کښې هم احتياط کول پکار دي۔ وړومبے خو چې کله هم نـمونځ کوئ او داسې د وړۍ وغيره پيړه ټوپۍ مو پۀ سر کړې وي نو هغه د تندي نه لرې کړئ۔ که د څۀ مجبورۍ پۀ وجه د ټوپۍ پۀ تندي باندې ايښودل ضروري وي نو تندے پۀ زمکه باندې کيږدئ او دومره زور ورکړئ چې د زمکې سخ والے محسوس شي او پۀ نور زور ورکولو لاندې نۀ ځي۔ نو هله به نـمونځ صحيح وي۔ ([1])

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔


 

 



[1]... فتاویٰ  اہلسنت  غیر مطبوعہ، فتاویٰ نمبر: WAT-1357۔