Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسيدله نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے صحابؤ! تاسو پۀ څۀ خبره حيران يـئ؟ عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! يو صحابي ډير عبادت ګزار وو، بيا د هغوئي د شهادت مرتبه هم نصيب شوه، د دې باوجود هغه وروستو جَنَّت ته داخِل شو او دويم صحابي کوم چې يو کال پس وفات شو، هغه مخکښې جَنَّت ته داخِل شو، د دې څۀ وجه ده؟ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا دا دويم صحابي يو کال زيات ژوندے نۀ وو؟ عرض يـې اوکړو: آؤ جي، وو۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا دۀ د شهيد شوي پۀ نسبت يو کال د رمضان روژې زياتې اونۀ نيولې؟ صحابؤ عرض اوکړو: آؤ جي، اوئې نيولې۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا پوښتنه اوکړه: آيا وروستو وفات شوي صحابي دومره سجدې زياتې اونکړې؟ عرض يـې اوکړو: آؤ جي، اوئې کړې۔ پۀ دې باندې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بس پۀ دې وجه پۀ دې دواړو کښې د زمکې او اسمان فرق دے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې دا څومره لوئي نعمت دے، زمونږه وروڼه، دوستان، خپلوان کوم چې د دُنيا نه تلي دي، الله پاک دې هغوئي بے حسابه اوبخښي، مونږ لا اوس هم ژوندي يو، زمونږ سره لا اوس هم مهلت شته، مونږ پۀ دې نوي کال کښې پۀ نورو نيکو کولو، د ګناهونو نه پۀ توبه کولو خپلې درجې اوچتولے شو، ځکه دا د شُکر مقام دے او که مونږه د دې راکړے شوي مهلت نه فائده وانخلو، نيکۍ اونکړو، د ګناهونو نه توبه نکړو نو ياد ساتئ چې دا به ډيره د نقصان خبره وي۔
پۀ ترمذي شريف کښې دي، د الله پاک د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ