Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
د ژوند پۀ کميدو خوشحاليدونکي عجيبه خلق
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! يقيناً چې دا د عبرت مقام دے، دا ورځ او شپه د قينچۍ پۀ شان زمونږ ژوند پريکوي، هره ورځ او هره شپه مونږ مرګ ته نور هم نزدې کيږو خو افسوس چې مونږ نصيحت نه حاصلوو، عبرت نۀ حاصلوو، ناراستي کوو، پۀ ګناهونو باندې کلک ودريږو او پۀ نور غفلت کښې اخته کيږو۔ بيا دا څومره عجيبه خبره ده چې دوه ورځې مخکښې کال ختم شو، پۀ نورو لفظونو کښې داسې ووايئ چې زمونږ د ژوند يو کال کم شو او خلقو پۀ دې باندې خوشحالۍ کولې، ګناهونه يـې کول او پته نۀ لګي چې پۀ څنګه څنګه فضولياتو کښې پراتۀ وو۔ علامه اِبنِ رجب حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د کال پۀ تيريدو باندې خوشحالۍ کوونکو! تاسو پۀ اصل کښې د خپل ژوند پۀ کميدو باندې خوشحاليږۍ۔ ([1]) نور فرمائي: اے هٰغه انسانه! د چا چې پۀ يو پسې بل کال تيريږي خو هغه د غفلت د خوب نه نۀ رابيداريږي، اے هٰغه انسانه! د چا چې کال تير شو خو اوسه پورې د ګناهونو پۀ سمندر کښې ډوب دے، ([2]) د قيامت پۀ ورځ چې به کله تۀ د الله پاک پۀ حضور کښې حاضر کړے شې نو ستا سره به څۀ بهانه وي؟ د دې غفلت او د ګناهونو نه د ډک ژوند به څۀ عُذر پيش کوې۔۔۔!!
الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ کاش چې مونږ عبرت او نصيحت حاصلوونکي جوړ شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
دِلا غافِل نہ ہو یک دَم یہ دُنیا چھوڑ جانا ہے بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے
تُو اپنی موت کو مت بُھول، کر سامانا چلنے کا زمیں کی خاک پر سونا ہے، اینٹوں کا سرہانا ہے