Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
يعنې د ورځې او شپې بدلون او پۀ يو بل پسې پۀ راتللو کښې حکمت د هغوئي د پاره دے څوک چې نصيحت حاصلول غواړي۔
دا دويم سبق دے: تَذَکُّر يعنې نصيحت حاصلول۔ د غفلت نه رابيداريدل او د نوې ورځې، نوې شپې او نوي کال نه عبرت حاصلول۔ مطلب دا دے چې د ورځې نه پس شپه، د شپې نه پس ورځ، د کال تيريدو نه پس د نوي کال پۀ راتللو کښې زمونږ د پاره نصيحت دے، عبرت دے، که مونږ د دې ورځې او شپې نه فائده حاصلول غواړو نو مونږ له پکار دي چې عبرت او نصيحت حاصلوونکي جوړ شو۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د ورځې او د شپې تلل راتلل مونږ له د فنا پيغام راکوي، هره ورځ نمر د پريوتو د پاره راخيژي، هره شپه ستوري د پريوتو د پاره راخيژي۔ آه! ډير زر هٰغه وخت راتلونکے دے، چې نمر خو به راخيژي خو مونږ به د هٰغه نمر د ليدو د پاره پۀ دُنيا کښې موجود نۀ يو، شپه خو به راځي خو پۀ هٰغه شپه به زمونږ د پاره نرمه بستره نۀ اچولے کيږي، آه! مونږ به پۀ قبر کښې پۀ خاورو باندې پراتۀ يو۔
غافِل تجھے گھڑیال یہ دیتا ہے منادی قدرت نے گھڑی عمر کی اک اور گھٹا دی
وضاحت: اے د خپل انجام او د مرګ نه غافله انسانه! لږ پۀ غور واوره دا د ګړۍ نه د ټک ټک راتلونکے اواز اعلان کوي چې ستا د عمر سيکنډ کم شو، اوس پوره منټ تير شو، اوس پوره ګينټه کمه شوه۔
صحابئ رسول حضرت ابو دَردَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اے ابنِ آدمه! زمکه د خپلو ښپو لاندې راوله! ډير زر به تۀ د دې لاندې شې۔ اے اِبنِ آدمه! ستا ژوند څۀ دے؟ هم