Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
دغه د ورځو مجموعه ده۔ کله چې يوه ورځ تيره شي، ستا د ژوند يوه حصه کمه شي، بے شکه د کله نه چې تۀ پيدا شوے يـې، ستا ژوند پرله پسې کميږي۔ ([1])
حضرت عُبَيدُ الله بِن سُمَيط رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د خپل والدِ محترم نه اوريدلي دي: مؤمِن بنده خپل ځان داسې پوهه کوي: اے نفسه! دا دُنيائي او فاني ژوند صرف هُم د دريو ورځو دے، يوه ورځ تيره شوه او دويمه هغه ده کومه چې تيريږي، پوهه شه چې بس دا هم تيره شوه او دريمه ورځ راتلونکے سبا دے او هغه خو يوه داسې طمع ده کومه چې کيدے شي تۀ اونۀ مومې، فرض کړه که تۀ د سبا پورې ژوندے پاتې شوې نو سبانۍ ورځ به ستا رزق او پته نۀ لګي چې د څومره خلقو د پاره د مرګ پيغام د ځان سره راوړي، کيدے شي چې تۀ هم پۀ هغوئي کښې شامل يـې کومو ته چې د مرګ پيغام ميلاؤيدونکے دے، بيا که چرته نور ژوند ميلاؤ شو نو ستا پۀ کمزوري او طاقت نۀ لرونکي زړۀ باندې به د غريبۍ، بيمارۍ او د افتونو غم راخور وي، چې پۀ تا دومره ډير دُنيائي غمونه وي نو ستا زړۀ به د اخرت د فِکر طرف ته توجه څنګه کوي؟ ياد ساته چې هره تيريدونکې ورځ ستا عمر کموي، خو ستا پرې هيڅ پروا نشته، هٰغه کَس به د اخرت د پاره تياري کوي د کوم چې هډو د دُنيا خواهشات نۀ پوره کيږي؟ څومره نادانه او عجيبه دے هٰغه مسلمان د چا چې يقين دے چې دا دُنيا فاني ده، اخرت باقي پاتې کيدونکے دے او هغه بيا هم د باقي پاتې کيدونکي ژوند د فکر کولو په ځائے د فاني ژوند ښۀ کولو پۀ غم کښې اخته دے۔ ([2])