Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

معاف کولے شو * د دې يوې ساه پۀ ذريعه پۀ نيکۍ کولو مونږ د الله پاک قُرب حاصلولے شو * پۀ دې يوه ساه کښې پۀ سُبْحٰنَ اللہ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ، اَللہُ اَکْبَر وئيلو مونږ پۀ جَنَّت کښې ونه نالولے شو * پۀ دې يوه ساه کښې پۀ درودِ پاک لوستو مونږ 10 نيکۍ ګټلے شو، 10 ګناهونه معاف کولے شو، 10 درجې اوچتولے شو۔ که دا ساه بنده شوه او مونږ د مرګ پۀ لاره قبر ته کوز شو نو دا موقع به ختمه شي، بيا به مونږ غواړو چې مونږه بيا دُنيا ته اوليږلے شو خو بيا به دا مهلت نۀ راکولے کيږي۔ دې د پاره مونږ لا اوس هم ژوندي يو، نوے کال ليدل مو نصيب کيږي، دا وخت د سرکشۍ نۀ بلکې د شُکر مقام دے۔

 جَنَّت ته د وړومبي تللو وجه

ډير د اوچتې مرتبې صحابئ رسول حضرت طلحه بن عبيد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل دوه کسان بارګاهِ رسالت ته حاضر شو، دواړو کلمه ووئيله او د صحابيت درجې ته اورسيدل، (دواړه نيکان، پرهيزګاره وو، البته) پۀ دوئي کښې يو پۀ عبادت او رياضت کښې ډير زيات محنت کولو، نو کوم چې ډير عبادت ګزار وو، دا يو ځل پۀ يوه غزوه کښې شريک شو او شهيد شو۔ بيا يو کال پس دويم صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم وفات شو۔

حضرت طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د دې دواړو د دُنيا نه د تللو نه پس يوه شپه ما خوب وليدو، څۀ ګورم چې زۀ د جَنَّت پۀ دروازه باندې ولاړ يم، دا دواړه صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهما هلته موجود وو، پۀ دې کښې د جَنَّت نه څوک بهر راغلو او هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې يو کال پس وفات شوے وو، هغوئي يـې جَنَّت ته بوتللو، لږ ساعت پس بيا هغه بهر راغلو او هٰغه صحابي کوم چې يو کال مخکښې شهيد شوے وو، بيا يـې هغوئي هم جَنَّت ته داخِل کړو۔

چې سحر شو نو حضرت طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل خوب صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته بيان کړو، ټول حيران وو، کله چې دا خبره سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ