Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
پيغام دے، د دې نه مونږ ته سبق ميلاؤيږي چې مونږ نصيحت اخستونکي جوړ شو * او دا د شُکر مقام هم دے چې الله پاک مونږ ته يوه نوې ورځ، يو نوے کال راعطا کړے دے۔ * ځکه پۀ دې نوي کال کښې د خپلو تيرو بے خيالو، کمو او محرومو جائزه واخلئ، اوس هم لا ژوند شته، پۀ دي باندې شُکر ادا کړئ او د زياتو نه زيات د نيک اعمال کولو کوشش اوکړئ! الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او پۀ نيک اعمال کښې د اضافې د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې دے: نيک اعمال (Naik Amal) دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې: د اِسلامي وروڼو، اِسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيلې بيلې رسالې موجودې دي۔ * دا پۀ مختلفو ژبو * انګريزۍ * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي، روزانه د خپلې خوښې مطابق څۀ وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهن جوړيږي، د زړۀ پاکي به نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوتره او ښکلے شي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد