Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې پوښتنه اوشوه: اَیُّ النَّاسِ خَیْرٌ؟ يعنې بهترين اِنسان څوک دے؟ اوئې فرمائيل: مَنْ طَالَ عُمْرُہٗ وَ حَسُنَ عَمَلُہٗ د چا عمر چې زيات او اعمال ښۀ وي۔ بيا پوښتنه اوشوه: اَیُّ النّاسِ شَرٌّ ؟ د ټولو نه خراب انسان څوک دے؟ اوئې فرمائيل: مَنْ طَالَ عُمْرُہٗ وَ سَاءَ عَمَلُہٗ د چا عمر چې ډير او اعمال خراب وي۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقيناً چې نوے کال نصيب کيدل ډير لوئي نعمت دے خو کتل دا دي چې زمونږه اعمال څنګه دي؟ ښۀ هغه دے د چا عمر چې ډير وي او اعمال ښۀ وي او که نوې ورځ خو نصيب شي، نوې هفته، نوې مياشت، نوے کال ليدل خو نصيب شي خو اعمال هُم خراب پاتې وي، مخکښې پۀ ګناهونو کښې ډوب وو، پۀ نوي کال نصيب کيدو هم پۀ ګناهونو کښې اخته اوسي، مخکښې يـې پۀ غفلت کښې ورځې او شپې تيرولې، پۀ نوي کال شروع کيدو باندې پرې هم غفلت راخور دے نو داسې کَس ښۀ نۀ بلکې ډير خراب دے۔
الله پاک دې مونږ د دې محرومو نه محفوظ کړي او د نيکو والا ډير ژوند دې راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د بيان خلاصه دا ده چې د دې ورځو او شپو پۀ بدليدو، د کال تيريدو نه پس د نوي کال پۀ راتلو کښې ډير حکمتونه دي * دا مونږ له موقع راکولے کيږي چې تير کال چې زمونږ نه کومې بے خيالۍ شوې وې، کوم کارونه چې مونږ نۀ وو کړي، اوس موقع غنيمت وګڼو او د تيرو ورځو بے خيالۍ ختمې کړو * د دې ورځو او شپو پۀ بدليدو کښې زمونږ د پاره د غفلت نه د رابيداريدو