Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
کاش چې زمونږ نصيحت نصيب شي، مونږ هم عبرت حاصل کړو، د اخرت فِکر اختيار کړو، زمونږ د ژوند يو بل کال ختم شوے دے، پۀ دې کال کښې به مونږ ځان بدلوو، پۀ خپلو اخلاقو، کردار، عادت کښې به بدلون راولو، دا کال به پۀ ښۀ انداز کښې، د ګناهونو نه پۀ بچ کيدو، پۀ نيکو کښې د تيرولو کوشش کوو۔
نوے کال شروع شوے دے، لهذا مونږ له پکار دي چې مونږ د خپل تير کال جائزه واخلو * حساب اوکړو چې تير کال رانه څومره نـمونځونه قضا شوي دي، هُم نن د هغې قضا راګرځول شروع کړو او د دې پۀ بے خيالۍ توبه هم وکړو * تير کال پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې څومره روژې قضا شوې وې، د هغې هم زر تر زره قضا راوړو *تير کال پۀ تلاوت کښې څومره کمے شوے وو، پۀ دې کال يـې پوره کړو * تير کال پۀ درودِ پاک لوستلو کښې ناراستي شوې وه، پۀ دې کال به ناراستي ختموو * کومې کومې نيکۍ دي، کومې چې مو تير کال نۀ وې کړې، پۀ دې کال د هٰغه نيکو د کولو کوشش تيز کړو۔ غرض دا چې مونږ ته د خپل تير کال د کمي، بے خيالۍ او محرومۍ حساب هم کول دي او هُم د اوس نه د هغې د کمي پوره کولو کوشش شروع کول دي۔
نوي هدفونه جوړ کړئ، نوے جدول جوړ کړئ، نوي هدفونه کيږدئ او د دې کال د تير کال نه د ښۀ کولو کوشش شروع کړئ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک نور فرمائي:
لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ (پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (دا) د هغۀ د پاره (نخښه) ده څوک چې نصيحت حاصلول غواړي۔