Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

چې مونږ پۀ خپلو تيرو بے خيالو باندې ستومانه شو، خپلې کمۍ وپيژنو، د خپلو خاميانو احساس اوکړو او پۀ نوې ورځ، نوې هفته، نوې مياشت او نوي کال کښې پۀ دغه کمو، بے خيالو او خامو لرې کولو کښې مصروف شو۔

د شپې قضا د ورځې راوړه!

حضرت سعد بن ابي وقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شپې تِلاوت اونکړے شو۔ (يقيناً چې هغوئي به پۀ دې باندې غمژن شوي وي، نو بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته چې حاضر شو نو) رسولِ کائنات، فخرِ مَوجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے اِبنِ خطابه! الله پاک ستا د پاره يو آيت نازل کړے دے، ارشاد دے:

وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ (پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هُم هغه دے چا چې شپه او ورځ پۀ يو بل پسې راتلونکې جوړ کړل  (دا) د هغه د پاره (نخښه) ده څوک چې نصيحت حاصلول غواړي۔

(اے عمره!) که د شپې نفلونه دې اونکړے شو نو د ورځې يـې اوکړه! او کومې نيکۍ چې دې د ورځې اونکړے شوې هغه د شپې اوکړه! ([1])

ورځې او شپې د فضولياتو د پاره نۀ دي۔۔۔!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې: * د ورځې او شپې تلل راتلل، د هفتو، مياشتو او کلونو بدليدل د غفلت نه د رابيداريدو د پاره دي * دا دې د پاره دي چې مونږ خپلې تيرې کمۍ او محرومۍ وپيژنو، د زړۀ نه پۀ دې باندې ستومانه شو،


 

 



[1]... مسند الفردوس، باب الیاء، جلد:5، صفحہ:312، حدیث:8286 بتغیر قلیل۔ دارالکتب العلمیہ