Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai
وړومبے سبق شو چې دا د ورځې او شپې تلل راتلل د الله پاک د وجود او د هغۀ د يو والي دليل دے، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ ورځې او شپې پۀ فضولياتو کښې د ضائع کولو پۀ ځائے، پۀ دې باندې غور او فِکر اوکړو او د دې پۀ ذريعه د الله پاک د قُدرت، د هغۀ د اختياراتو او د خپلې بے وسۍ پيژندګلو حاصله کړو۔
تلاش اُس کو نہ کر بُتوں میں،وہ ہے بدلتی ہوئی رُتوں میں
جو دِن کو رات اور رات کو دِن بنا رہا ہے، وہی خُدا ہے
الله پاک فرمائي:
وَ هُو: او هُم هغه دے۔
څوک؟
الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چا چې شپه او ورځ پيدا کړل۔
څنګه يـې پيدا کړل؟
خِلْفَةً (پارہ:19، سورۀ الفرقان:62)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ يو بل پسې راتلونکي۔
شپۀ راشي، بيا ورځ راشي، بيا شپه راشي، بيا ورځ راشي۔ د زرګونو کلونو نه دا سلسله هم داسې راروانه ده۔
صبح ہوتی ہے، شام ہوتی ہے عمر یونہی تمام ہوتی ہے([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې ورځې او شپې او پۀ يو بل پسې راتلل ولې دي؟ د څۀ د د پاره دي؟ فرمائي: