Umer Yun he Tamam Hoti Hai

Book Name:Umer Yun he Tamam Hoti Hai

نشته۔ الله پاک خپل نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل: اے موسیٰ! که د دې نه هم زيات زما قرب حاصلول غواړې نو زمونږ پۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ډير ډير درود شريف لوله! سُبْحٰنَ اللہ!

يقيناً چې مونږ د الله پاک قرب غواړو، چې د رَبِّ کريم قُرب نصيب شي، د دې نه پس نور څۀ پکار دي؟ کله چې د مالِک قُرب ميلاؤ شو نو بيا کمے د څۀ پاتې کيږي؟ دا قرب به ميلاؤيږي څنګه؟ پۀ ډير زيات درودِ پاک وئيلو۔۔۔!! الله پاک دې مونږ ته د دومره عظيم نعمت د حاصلولو د دومره اسان عمل پۀ پابندۍ سره د کولو يعنې د ډير زيات درودِ پاک وئيلو توفيق راعطا کري۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

ہے خدا کی رضا پڑھو درود شریف     پاؤ گے قربِ خدا پڑھو درود شریف

حق کا ہے فیصلہ پڑھو درود شریف    جا بجا ہرلمحہ پڑھو! درود شریف

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (الله پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):

وَ هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَ النَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا(۶۲)(پارہ: 19، سورۀ الفرقان: 62)

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هُم هغه دے چا چې شپه او ورځ پۀ يو بل پسې راتلونکي جوړل کړل (دا) د هٰغه چا د پاره (نخښه) ده څوک چې نصيحت حاصلول غواړي يا څوک چې (د الله) شُکر ادا کول غواړي۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! آه! وګورئ چې څومره زر يو بل کال تير شو، مونږ