Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
نيکۍ د دعوت ثواب به مو کيږي۔
بارہ مَہ کیلئے تیس دن کیلئے بارہ دن دے ہی دیں قافِلے میں چلو
سنّتیں سیکھنے تین دن کیلئے ہر مہینے چلیں قافِلے میں چلو
یاخدا ہر گھڑی رٹ ہو عطارؔ کی قافِلے میں چلیں قافِلے میں چلو
راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:
حيدر آباد (سندھ، پاکستان) کښې د دعوتِ اِسلامي يو مبلغ يو ځوان له قافله کښي د شامليدو دعوت ورکړو پۀ کومې چې هغه غصه شو او اوئې وئيل، تاسو د چا د پريشانۍ خيال هم نۀ ساتۍ، زما د مور د سترګو ډاکټرانو غلط آپريشن کړے دے د کومې پۀ وجه چې د هغې د سترګو نظر تلے دے، مونږه دومره پريشانه يو او تاسو وايۍ چې پۀ قافله کښې سفر اوکړه۔ مبلغ اِسلامي ورور د خوا خوږۍ پۀ انداز کښې دعا اوکړه او اوئې وئيل چې الله پاک دې ستاسو مور بي بي له شفا ورکړي۔ ډاکټران څۀ وائي؟ هغه ووئيل چې ډاکټران وائي، که اوس يـې امريکې ته بوځې هم نو علاج ممکن يـې نۀ دے۔ دا يـې چې ووئيل نو هغه پۀ ژړا شو۔ مبلغ ډير پۀ محبت سره هغه پۀ ملا باندې وډبولو او د تسلۍ پۀ لهجه کښې يـې ووئيل، وروره! که ډاکټرانو جواب درکړے دے نو پۀ دې باندې ولې مايوسه کيږې، الله پاک شفا ورکوونکے دے، الله پاک د مسافر دعا قبلوي، تاسو پۀ قافله کښې سفر اوکړئ او پۀ دغه وخت کښې د مور د پاره دعا هم کوئ۔ د مبلغ اِسلامي ورور د زړۀ ساتلو د خبرو پۀ نتيجه کښې غم زپلي ځلمي پۀ قافله کښي سفر اوکړو، پۀ سفر کښې يـې د مور د پاره ښې ډيرې دعاګانې اوکړې۔ چې کور ته راغلو نو د هغۀ د خوشحالۍ څۀ انتها نۀ وه چې د قافلې پۀ برکت باندې د هغوئي د مور سترګې روغې شوې وې۔