Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
علامه اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل کتاب عُيُون الحکايات کښې ليکلي دي: حضرت حسن او عبد الواحِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما نومې دوه بزرګان وو، يو ځل دوئي د لښکر سره د الله پاک پۀ لاره کښې روان شول۔ پۀ لاره کښې دا لښکر پۀ يو ځائے کښې د څۀ وخت د پاره ايسار شو۔ پۀ خوا کښې ورسره يو کوهے وو، خلقو د اوبو راويستو د پاره هغې ته يوه بوقه کوزه کړه نو پۀ اِتفاقي توګه رسۍ کولاؤ شوه او بوقه کوهي ته پريوتله۔
بيا اوبۀ خو راويستل وو، نو يو کَس پۀ رسۍ وتړلے شو او کوهي ته کوز کړے شو۔ کله چې هٰغه کَس کوهي ته کوز شو نو د درد نه ډک څه اوازونه يـې واوريدل۔ داسې ښکاريده چې څوک پۀ سخته بيمارۍ کښې د تکليف پۀ وجه فرياد کوي۔ چي اواز يې واوريدو نو هٰغه کَس واپس راواپس شو، د خلقو نه يـې پوښتنه اوکړه: آيا تاسو هم د چا فرياد واوريدو؟ خلقو ووئيل: آؤ! مونږ هم واوريدو۔ نو هٰغه کَس بيا کوهي ته کوز شو۔ کله چې اوبو ته ورسيدو نو اوئې کتل چې يو کَس پۀ تخته باندې ناست دے۔ پوښتنه يـې اوکړه: تۀ