Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

شي اخله يې او پۀ څۀ کښې چې قرض دارے د مشکل سره مخ شي هغه پريږدوه او سترګې پرې پټې کړه، کيدے شي الله پاک پۀ مونږ سترګې پټې کړي۔ نو الله پاک هغۀ ته وفرمائيل، بے شکه ما تۀ معاف کړې۔([1])

الله پاک دې مونږ ته قرض داري له د مهلت ورکولو، د هغۀ سره د اسانۍ کولو او د نرمۍ نه د کار اخستو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د قرض پۀ باره کښې معلومات حاصل کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې مختصر وخت کښې ما د يو څو روايتونو او د حديثونو بيانولو سعادت حاصل کړو، عرض دے چې قرض زمونږ امروزه معامله ده، ځکه پۀ دې باره کښې تفصيلي معلومات ضرور حاصلول پکار دي * د بهارِ شريعت، حصه: 11 نه د قرض بيان * د مکـتبة الـمدينه کتابونه: جنت ميں لے جانے والے اعمال * جہنم میں لے جانے والے اعمال، جلد: 1 نه د قرض بابونه ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير زيات عِلمِ دِين زده کول به مو نصيب شي۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: قافله

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عِلمِ دِين د حاصلولو، د دِين او د دُنيا د خيرونو موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار قافله هم ده۔


 

 



[1]...نسائی، کتاب البیوع، باب حسن المعاملۃ...الخ، صفحہ:754، حدیث:4703۔