Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                   جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

دمريض تپوس کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): څوک چې د مريض تپوس کوي هغه د جَنَّت په باغونو کښې کښيني او کله چې هغه د مريض د خوا نه پاڅي نو 70 زره فرښتې تر شپې پورې د هغۀ د پاره دعاګانې کوي۔ ([2]) (2): څوک چې د ثواب پۀ اميد باندې د خپل مسلمان ورور تپوس اوکړي، هغه د دوزخ نه د 70 کالو فاصلې پورې لرې کولے شي۔ ([3])   

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د مريض تپوس کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکې سُنَّتِ انبيا علَيهِمُ السَّلام دے * د نبيانو د نبي رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې کله به ورته د يو صحابي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د ناروغتيا پته ولګيده نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغۀ د تپوس د پاره تشريف وړلو * که چرې يو کَس به د دريو ورځو پورې جومات ته رانغلو نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغۀ پۀ باره کښې د خلقو نه پوښتنه کوله، که چرې هغه به ناروغه وو نو د هغۀ تپوس به يـې کولو ([4]) * او که چرې د تپوس کولو د پاره به د مدينې منورې اخري سر ته هم تشريف وړل وو نو تشريف به يـې وړلو او د خپلو صحابۀ کرامو (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) تپوس به يـې کولو۔ ([5]) د قرآنِ کريم مشهور


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... شعب الايمان، جلد:6، صفحہ:531، حديث:9171۔

[3]... ابو داؤد ، صفحہ: 500، حدیث:3097۔

[4]... مسند ابی یعلٰی،  جلد:3، صفحہ: 141، حدیث: 3429۔

[5]... مسلم، صفحہ:331، حدیث:925 خلاصۃً۔