Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

وکړي، نو الله پاک هره ورځ او شپه کښې په هغۀ [يعنې د هغۀ په اعمال نامه کښې د هغۀ دا] ګناه ليکي. ([1])

پۀ شپږو کارونو کښې تادي کوئ

علمائے کرام فرمائي: تادي د شيطان د طرف نه ده خو پۀ شپږو کارونو کښې تادي کول د شيطان د طرف نه نۀ ده بلکې (پۀ هٰغه کارونو کښې تادي کول ضروري دې ) (1):  چې د نـمونځ وخت شي نو پۀ نـمونځ کښې تادي کول (2): چې ميلمه راشي نو د هغۀ پۀ ميلمستيا کښې تادي کول (3): د چا پۀ وفات کيدو د هغه پۀ کفن دفن کښې تادي کول (4): کله چې لور بالغه شي نو د هغې پۀ وادۀ کښې تادي کول (5): چې د قرض د ادا کولو وخت راشي نو هغې پۀ تادۍ تادۍ ادا کول (6):  چې ګناه وشي نو پۀ توبه کولو کښې تادي کول۔([2])

د مرګ نه مخکښې قرض ورکړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ کوشش پکار دے چې پۀ خپل ژوندانۀ چې پۀ مونږ باندې کوم قرض دے حساب اوکړو او زر تر زره يـې ادا کړو۔ د الله پاک اخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې رُوح د وجود نه د جُدا کيدو پۀ وخت د دريو څيزونو نه بري وي، هغه به جَنَّت ته داخليږي او هٰغه درې څيزونه دا دي: (1):  تکبر (2): قرض او (3): خیانت۔([3])

معلومه شوه چې د قرض نه پاک د دُنيا نه تلل جَنَّت ته د داخليدو ذريعه ده۔

انسان زوړند وي

پۀ اِبنِ ماجه شريف کښې حديثِ پاک دے، رسولِ کائنات، فخر موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ


 

 



[1]...شعب الایمان،باب فی ان یحب...الخ، فصل فی احسان...الخ، جلد:7، صفحہ:530، حدیث:11232۔

[2]...الروض الفائق ، المجلس الثالث عشر فی ذکر جہنم ، باب صفۃ الفقیر ، صفحہ:86۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب الصدقات، باب التشدید فی الدین، صفحہ:386، حدیث:2412۔