Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

د دې حديثِ پاک نه مونږ ته يو څو خبرې د زدکړې د پاره ميلاؤيږي: * وړومبۍ خبره خو دا چې جنازه فرضِ کفايه ده ۔ ځکه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د جنازې کولو نه اِنکار وفرمائيلو او صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته يـې وفرمائيل چې تاسو د دۀ جنازه اوکړئ! * دويمه خبره دا معلومه شوه چې د قرضدارې  به هم جنازه کولے شي، ځکه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته د جنازې کولو اِجازت ورکړو، پخپله يـې اونکړه * پۀ دريم نمبر باندې پۀ دې حديثِ پاک کښې د قرض  پۀ حالت کښې د وفات کيدونکي نه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نفرت معلوم شو چې څوک قرض دارے وفات شي او دومره پيسې هم پرې نږدي چې پۀ هغې باندې قرض ادا کړے شي نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې عمل نه د بيزارۍ اِظهار وفرمائيلو او د هٰغه کَس د جنازې کولو نه يـې منع وفرمائيله۔

د قرض پۀ باره کښې شرعي حُکم

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قرض چې کله هم اخلۍ، پۀ هغې کښې د واپس کولو وخت لازمي مقرر کول پکار دي۔ بيا چې کوم تاريخ، ورځ د واپسۍ د پاره مقرر کړے شوې ده، لازمي ده چې پۀ هٰغه ورځ قرض واپس کړے شي۔ فرض کړۍ که پۀ څۀ وجه انتظام اونشي نو پکار دي چې د قرض ورکوونکي سره ميلاؤ شۍ او خپل عذر ورته بيان کړئ، او مهلت ترې واخلئ۔ دلته چې څنګه خلق ډغرې ورکوي کنه، *سحر يـې واخله، *ماښام يـې واخله، *حالانکې د قرض واپس کولو وَس لري، *پيسې ورسره هم وي، بيا هم هسې د لم ليټ نه کار اخلي۔ ياد ساتئ چې پۀ قرض ورکولو کښې بغير د څۀ وجهې نه د لم ليټ نه کار اخستل ګناه ده او د دې لم ليټ کولو ګناه به تر هٰغه وخته پورې ليکلے کيږي، تر څو چې مونږ قرض واپس نۀ وي ورکړے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم قرض دار چې د ادا کولو د وَس لرلو باوجود قرض ورکوونکي سره لم ليټ