Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat
الله پاک دې مونږ د دوزخ نه بچ کړي او بغير د حساب نه مو دې جَنَّت ته داخليدل نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
میرا نازُک بَدن جہنَّم سے اَزْ طُفیلِ رضا بچا یاربّ!
طالِبِ مغفِرت ہوں یا اللہ! بخش حیدر کا واسطہ یاربّ! ([1])
يو بَل حديثِ پاک واورئ! سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې قرض واخستو او هغه د هغې د ادا کولو اراده لري بلکې د هغې د ادا کولو پۀ معامله کښې حرص کوي بيا هغه بغير د ادا کولو نه وفات شو نو الله پاک پۀ دې خبره باندې قادر دے چې د هغۀ قرض ورکوونکے د خپلې خوښې د انعامونو پۀ ذريعه رضا کړي او وفات شوے کس اوبخښي او چا چې قرض واخستو او هغه يـې د ادا کولو اراده نۀ لري بيا هغه د ادا کولو نه بغير وفات شو نو د هغۀ نه به پوښتنه کولے شي چې آيا تا دا ګمان کولو چې مونږ به فلانکي له ستا نه پوره حق نۀ اخلو ؟ بيا به د هغۀ د نيکو نه څۀ نيکۍ واخستے شي او قرض ورکوونکي ته به د قرض پۀ بدله کښې ورکړے شي او که د هغۀه سره نيکۍ نۀ وي نو د قرض ورکوونکي ګناهونه به د هغۀه پۀ اعمال نامه کښې واچولے شي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې کله قرض اخلۍ نو د هغې د واپس کولو پخه اراده لرل هم ضروري ده۔ که مونږ د قرض د واپس کولو پوخ نيت اوکړو بلکې ډير حرص اوکړو چې کاش زر تر زره قرض ورکړم نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قرض واپس کول به مو نصيب هم شي۔ که د دې نه مخکښې وفات شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت پۀ ورځ باندې به