Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

Book Name:Qarz Ke Mutaliq Islami Taleemat

جَلا دے نہ نارِ جہنم کرم ہو                                                                                 پئے بادشاہِ اُمَم یاالٰہی([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرض معامله ډيره سخته ده، قرض د بنده پۀ حقونو کښې دے او ياد ساتئ چې د بندګانو حقونه به د هٰغه وخت پورې نۀ معاف کيږي تر څو چې يـې بنده پخپله معاف نۀ کړي۔ د قيامت ورځ خو بيا د قيامت ورځ ده، پۀ هٰغه ورځ به مور اِک يواځې ځوي پريږدي، پلار به د سکه ځوي نه لاسونه راښکي، خلق به يوې يوې نيکۍ ته محتاج وي۔ نن که مونږ منت زاري اوکړو نو کيدے شي چې مونږ د چا نه قرض اخستے وي هغه يـې راته معاف کړي، د قيامت پۀ ورځ باندې چې به کله قرض د نيکو پۀ ذريعه ادا کولے شي، پۀ هٰغه ورځ چې د قرض معافي ميلاؤ شي، ډيره ګرانه خبره ده۔ لهذا چې څومره قرض مو پۀ ذمه باندې وي، د ټولو فوراً حساب اوکړئ او څومره زر چې کيدے شي ادا يـې کړئ۔ پۀ مرګ هيڅ باور نشته چې کله به راځي، کوشش کول پکار دي چې د وفات کيدو نه مخکښې زمونږه ټول قرض ادا شي۔ ورسره ورسره د قرض پۀ باره کښې خپل وصيت هم ليکل او وارثانو ته ورکول پکار دي۔ بلکې الله پاک مونږ ته حکم کړے:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَدَایَنْتُمْ بِدَیْنٍ اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوْهُؕ- (پارہ:3، سورۀ بقرہ:282)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ چې کله تاسو د يو ټاکلي وخته پورې د يو قرض ورکړه راکړه اوکړئ نو هغه اوليکئ۔

 د قرآنِ پاک پۀ دې حکم باندې پۀ عمل کولو د خپل لين دين معاملې په څه معلوم ځائے کښې ليکل پکار دي۔ د پاره د دې چې زمونږ د وفات کيدو نه پس وارثانو ته دا معلومه وي چې مونږ باندې څومره څومره قرض وو۔ چې زمونږ د مال نه هغه ادا کړے شي، ځکه چې د قرض نۀ ادا کولو په صورت کښې د قيامت پۀ ورځ د راګيريدو پوره پوره امکان دے۔


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:110-111 ملتقطاً۔